دانترنیت د ادرسونو پیژندنها

 دانټرنېټ د ادرسونو پېژندنه

د انټرنېټ او يا د ېوې وېب پاڼې ادرس چې ځينې وختونه د URL يا uniform Resource Locator په نوم ياديږي له څلورو برخو جوړ شوی

اول. د پروټوکولونو او پروټوکول د هغه معيارونو او قوانينو مجموغه ده چې کوم چې کمپيوټر دمعلوماتو د راکړې ورکړې جوګه کوي.

دوهم. د سايټ موقيعت د هغې ډلې نوم چې د نوموړي سايټ د پايښت چارې پر غاړه لري.

دريم . يو وروستاړی چې د يوه سازمان او يا هم د يو Domain ښکارندوی کوي لکه gov, edu, com په ترتيب سره Education, Government او Commercial او داسې نور د مثال په ډول لاندې ادرس له څو برخو جوړ ده

www.google.com

اول Http ددې ښکارندوی ده چې دغه ويب سرور http پروټوکول کاروي. او که چېرې http پر ځای ftp کاريدلی وي نو بيا يې مانا داده چې دغه ويب سرور file transfer protocol څخه کار اخلي.

دوهم. www دا درې تورې د world wide web لنډون دی او د پراخې يا غوړيدلې نړيوالي شلکې په مانا ده.

دريم. Com . مانا دا چې دا يوه سوداګريزه ټولنه ده.

که چېرته د Com پر ځای gov ليکل شوي وي نو بيا دا مانا چې دا يو دولتي ويبسايټ ده.

که چېرته د Com پر ځای edu راغلي وي نو بيا دا مانا چې دا يو تعليمي ويبسايټ ده.

اوس راځو ويب پاڼه څه شی ده؟

ويب پاڼه له انټرنېټ څخه هغه خپريدونکې انځوريزه غږيزه بڼه ده چې له انټرنيټ سره وصل شوي وي د کمپيوټر پر سکرين يې ليدلی لوستلی او اوريدلی شو.

يا ويب پاڼه د شخصي دولتي يا نورو اورګانونو انټرنيټي خپرونه ده چې سلګونه يا زرګونه معلوماتي توکو لرونکي وي.


اوس راځو web browser پيژنو

د انټرنېټ د کارونې لپاره خاص پروګرامونه دي چې دهغې په واسطه کولای شو د انټرنېټ مختلفې پاڼې وګورو لکه google chrome, Fire fox, Opera, Microsoft edge اوداسې نور.


Comments

Popular Posts